Luke 6:49 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو څوک چې زما خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى نو هغه د داسې سړى په شان دے چا چې د خپل کور بنياد د زمکې په مخ جوړ کړو. کله چې سېلاب راغلو نو په کور وروختو نو هغه يې راوغورزولو او بلکل تباه يې کړو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو څوک چې زما خبرې اوري او عمل ورباندې نه کوي، نو هغه د هغه سړي په شان دی چې خپل کور یې داسې جوړ کړی ؤ چې بنیاد یې نه ؤ. کله چې په هغه کور باندې سېلاب راغی، نو هغه سمدلاسه راولوېد او بیخي وران شو.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو څوک چې زما خبرې اوري او عمل ورباندې نه کوي نو هغه د هغه سړي په شان دی چې خپل کور یې داسې جوړ کړی ؤ چې تهداب یې نه ؤ، کله چې په هغه کور باندې سیلاب راغی نو هغه سمدلاسه راولوېد او بیخي وران شو.»