Luke 7:24 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې د يحيىٰ مريدان رُخصت شول نو عيسىٰ د هغۀ په حقله خلقو ته وفرمائيل چې، ”تاسو د څۀ ليدلو دپاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چې باد خوځوله څۀ؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې د یحیی استازي لاړل، نو عیسی د یحیی په هکله د خلکو سره خبرې پیل کړې او ویې ویل: «تاسو د څه شي د لیدلو دپاره دښتې ته تللي وئ؟ ایا د هغې لوخې د لیدلو دپاره چې باد یې خوځوي؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چې د یحیی استازي لاړل نو عیسی د یحیی په هکله د خلکو سره خبرې پیل کړې او ویې ویل: «تاسو د څه شي د لیدلو دپاره دښتې ته تللي وئ؟ آیا د هغې لوخې د لیدلو دپاره چې باد یې خوځوي؟