Luke 7:38 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه د عيسىٰ د پښو سره وروستو ودرېدله او په ژړا شوه او د هغۀ پښې د هغې په اوښکو لمدې شوې او هغه هغې په خپلو وېښتو وچې کړې او ښکل يې کړې او عطر يې پرې واچول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه ښځه د عیسی شاته د هغه د پښو سره ودرېدله او ژړل یې. د هغې اوښکې د عیسی په پښو باندې تویې شوې او هغه لمدې شوې. ښځې هغه په خپلو ویښتانو باندې وچې کړلې، د هغه پښې یې ښکل کړې او عطر یې ورباندې واچول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه ښځه د عیسی شا ته د هغه د پښو سره ودرېدله او ژړل یې. د هغې اوښکې د عیسی په پښو باندې توی شوې او هغه لمدې شوې. ښځې هغه په خپلو ویښتانو باندې وچې کړلې، د هغه پښې یې ښکل کړې او عطر یې ورباندې واچول.