Luke 8:27 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
څنګه چې عيسىٰ وچې ته راکوز شو نو يو سړے يې وليدو چې پيريانو نيولے وو او د ډېر وخت نه يې نۀ خو جامې اغوستې وې او نۀ کور کښې اوسېدلے وو خو په قبرستان کښې دېره وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څنګه چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو، نو د هغه ښار د یو سړي سره چې پېریانو نیولی ؤ، مخامخ شو. زیاته موده کېدله چې هغه لوڅ ګرځېده او په کور کې نه اوسېده، بلکې په هدیره کې اوسېده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
څنګه چې عیسی د کشتۍ څخه راکوز شو نو د هغه ښار د یو سړي سره چې پېریانو نیولی ؤ مخامخ شو. زیاته موده کېدله چې هغه لوڅ ګرځیده او په کور کې نه اوسېده، بلکې په هدیره کې اوسېده.