Luke 8:32 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هلته د غرۀ په خوا کښې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېده او پيريانو مِنت زارى ورته وکړه چې، ”مونږ له اجازت راکړه چې په دوئ کښې ورننوځو.“ نو هغۀ هغوئ له اجازت ورکړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هلته نژدې د خوګانو یوه لویه رمه وه چې په یوې غونډۍ باندې څرېدله. نو پېریانو عیسی ته زاري وکړه چې دوی ته اجازه ورکړي چې په خوګانو کې ننوځي، نو هغه ورته اجازه ورکړه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هلته نږدې د خوګانو یوه لویه رمه وه چې په یوې غونډۍ باندې څرېدله. نو پېریانو عیسی ته زاري وکړه چې دوی ته اجازه ورکړي چې په خوګانو کې ننوځي، نو هغه ورته اجازه ورکړه.