Luke 8:35 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او خلق د دې تماشې دپاره بهر راووتل. کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل هغه سړے چې پيريان ترې تللى وُو يې وليدو چې جامې يې اغوستې وې او سم دم د عيسىٰ په پښو کښې ناست وو او هغوئ ويرېدل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خلک د دې پېښې د لیدلو دپاره دباندې راووتل. کله چې هغوی عیسی ته راغلل، نو هغه سړی یې ولیده چې پېریان ورڅخه وتلي وو. هغه د عیسی پښو ته ناست ؤ، کالي یې اغوستي وو او بېرته خپل عادي حالت ته راغلی ؤ، نو هغوی ووېرېدل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خلک ددې پیښې د لیدلو دپاره دباندې راووتل. کله چې هغوی عیسی ته راغلل نو هغه سړی یې ولید چې پېریان ورڅخه وتلي وو. هغه د عیسی پښو ته ناست ؤ، کالي یې اغوستي وو او بېرته خپل نورمال حالت ته راغلی ؤ، نو هغوی ووېرېدل.