Luke 8:37 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو د ګِراسينيانو د مُلک ټولو خلقو عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه. ځکه چې هغوئ ډېر يرې اخستى وُو. نو هغه کشتۍ ته وختلو او واپس لاړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا د جدریان د شاوخوا سیمو ټولو خلکو د عیسی څخه وغوښتل چې له هغه ځای څخه لاړ شي، ځکه چې هغوی ډېر وېرېدلي وو. نو عیسی په کشتۍ کې سپور شو چې د بحیرې بلې غاړې ته لاړ شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بیا د جدریان د شاوخوا سیمو ټولو خلکو د عیسی څخه وغوښتل چې له هغه ځایه لاړ شي، ځکه چې هغوی ډېر وېرېدلي وو. نو عیسی په کشتۍ کې سپور شو چې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شي.