Luke 9:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا عيسىٰ هغه پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل او آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو، ماتې يې کړې او مريدانو له يې ورکړې چې په خلقو يې تقسيم کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان راواخیستل، پورته اسمان ته یې وکتل او د خدای شکر یې وویست. بیا هغه ډوډۍ ماتې کړې او خپلو شاګردانو ته یې ورکړې چې د خلکو په مخکې یې کېږدي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عیسی هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهيان راواخیستل، پورته آسمان ته یې وکتل او هغو ته یې برکت ورکړ. بیا هغه ډوډۍ ماتې کړې او خپلو شاګردانو ته یې ورکړې چې د خلکو په مخ کې یې کیږدي.