Luke 9:32 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې وخت کښې پطروس او د هغۀ ملګرى په ښۀ خوب ورغلى وُو، خو هر کله چې هغوئ بېدار شول نو هغوئ د دۀ جلال وليدو او هغه دوه سړى يې هم ورسره ولاړ وليدل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په دې وخت کې پطروس او د هغه ملګري په درانه خوب ویده شوي وو، خو کله چې راویښ شول، نو د عیسی جلال او هغه دوه سړي چې ورسره ولاړ وو، ولیدل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دې وخت کې پطروس او د هغه ملګري په درانده خوب ویده شوي وو، خو کله چې راویښ شول نو د عیسی جلال او هغه دوه سړي چې ورسره ولاړ وو، ولیدل.