Luke 9:33 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او کله چې هغوئ د عيسىٰ نه رخصتېدل نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. مونږ پرېږده چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ خو هغه نۀ پوهېدو چې څۀ يې وئيل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې موسی او الیاس له عیسی څخه تلل، نو پطروس عیسی ته وویل: «استاذه! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. راځئ چې درې خېمې جوړې کړو، یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.» خو پطروس نه پوهېده چې څه وایي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چې موسی او الیاس له عیسی څخه تلل نو پطروس عیسی ته وویل: «ای استاده! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. راځئ چې درې خېمې جوړې کړو، یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.» خو پطروس نه پوهېده چې څه وایي.