Luke 9:34 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ لا دا خبرې کولې چې يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو. هغوئ ويرېدل څنګه چې په وريځ کښې ننوتل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه لا خبرې کولې چې یوه ورېځ راښکاره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ. کله چې شاګردان په ورېځو کې را ایسار شول، نو ووېرېدل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه لا خبرې کولې چې ورېځ راښکاره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ. کله چې شاګردان په ورېځو کې راایسار شول نو ووېرېدل.