Mark 1:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هلته کښې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. هغه د ځنګلى ځناورو سره وو او فرښتې د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه څلوېښت ورځې په دښته کې ؤ او شیطان د هغه ازمېښت کاوه. عیسی په هغه ځای کې ؤ چېرته چې ځنګلي ځناور وو او فرښتو د هغه خدمت کاوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هلته کښے هغه تر څلويښتو ورځو پورے دَ شيطان په لمسُون کښے وآزمائيلے شو. هغه دَ ځنګلى ځناورو سره وو اَؤ فرښتے دَ هغۀ په خدمت کښے حاضرے وے.