Mark 1:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
”وخت پوره شو، د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. توبه ګار شئ او په زېرى ايمان راوړئ.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او ویل یې: «اوس هغه وخت رارسېدلی دی او د خدای پاچاهي رانژدې شوې ده. توبه وباسئ او په زېري باندې ایمان راوړئ.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
”وخت پُوره شو، دَ خُدائے بادشاهى په تاسو دَ بره کيدُونکى ده. توبه ګار شئ اَؤ په زيرى ايمان راؤړئ.“