Mark 1:44 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. لاړ شه، خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او ورته ویې ویل: «ګوره، په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او خپل ځان کاهن ته وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته پاک او روغ شوی یې.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
”خيال ساته چه دا حال چا ته ونۀ وائے. لاړ شه خپل ځان کاهن ته وښايه اَؤ دَ مُوسىٰ مُقرره کړے نذرانه هغۀ ته پيش کړه، دا به ستا دَ روغتيا شاهدى وى.“