Mark 1:45 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو هغه سړی ووت او څه چې شوي وو ټول خلک یې پرې خبر کړل. له دې امله عیسی نور نه شو کولای چې په ښکاره کوم ښار ته ننوځي بلکې د ښار نه دباندې په ګوښه ځایونو کې به پاتې کېده، خو بیاهم خلک به له هرځای څخه ورته راتلل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو هغه سړے بهر لاړو اَؤ دَ دے قصے نه ئے ټول خلق خبر کړل. دا خبره ئے تر لرے لرے خوره کړه تر دے چه عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے اَؤ بهر به په خوشو ځايُونو کښے پاتے کيدو. خو بيا به هم خلق دَ هر لورى نه هغۀ ته راتلل.