Mark 10:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا عيسىٰ هغۀ ته وکتل، په هغۀ يې مينه راغله او ورته يې فرمائيل چې، ”په تا کښې د يو څيز کمے دے، لاړ شه خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغه ته وکتل او په هغه باندې یې مینه راغله او ورته ویې ویل: «په تا کې د یو شي کمی شته، لاړ شه او هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه، نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې او بیا راشه او زما پیروي وکړه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا عيسىٰ هغۀ ته نيغ وکتل، په هغۀ ئے مينه راغله اَؤ وئے وئيل چه ”په تا کښے دَ يو څيز کمے دے، لاړ شه اَؤ څۀ چه درسره دى هغه خرڅ کړه اَؤ په خوارانو ئے وويشه، نو ستا خزانه به په آسمان کښے جوړه شى اَؤ بيا راځه په ما پسے شه.“