Mark 10:32 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دوئ د يروشلم په لار روان وُو او عيسىٰ ترې وړاندې وو. او مريدان حېران شوى وُو او څوک چې ورپسې روان وُو هغوئ يرېدل. هغۀ هغه دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وضاحت وکړو چې هغۀ ته څۀ پېښېدونکى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی د خپلو دولسو شاګردانو سره د اورشلیم په لاره روان ؤ او هغه د شاګردانو څخه مخکې روان ؤ. شاګردان حیران پاتې وو او کوم خلک چې په هغوی پسې روان وو وېرېدل. عیسی یوځل بیا خپل دولس شاګردان ګوښه کړل او ورته ویې ویل چې په هغه باندې به کومه پېښه کیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دوئ دَ بيتُ المُقدس په لار روان وُو اَؤ عيسىٰ ترے وړاندے وو اَؤ مُريدان هيبت آخستى وُو اَؤ څوک چه ورپسے روان وُو هغوئ ويريدل. هغۀ هغه دولس مُريدان ډډے ته کړل اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغۀ ته څۀ پيښيدُونکى دى.