Mark 10:33 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ ورته وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى او غېر‌يهوديانو ته به يې حواله کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او هغوی ته یې وویل: «ګورئ، مونږ اوس اورشلیم ته ځو او د انسان زوی به مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو ته په لاس ورکړل شي. هغوی به ورباندې د مرګ حکم وکړي او غیریهودیانو ته به یې وسپاري.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ ورته ووئيل، ”مُونږ اوس بيتُ المُقدس ته ځُو اَؤ اِبن آدم به مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرے دَ قتل حُکم وکړى اَؤ غير قومُونو ته به ئے وسپارى.