Mark 11:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د لرې نه يې چې د اينځر يوه ونه وليده نو ورغلو چې هغه په کښې څۀ پېدا کړى. خو کله چې هغه ورغے نو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل ځکه چې دا د اينځرو موسم نۀ وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه د لېرې نه د انځر یوه ونه ولیدله چې په پاڼو کې پټه وه، هغه ورغی چې څه انځر په کې پیدا کړي. خو کله چې هلته ورسېده، نو بې له پاڼو یې په کې بل هېڅ شی ونه موندل، ځکه چې دا د انځرو د پخېدلو موسم نه ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ لرے نه ئے چه دَ اينځر يوه شنه ونه وليده نو هغه ورغے چه وګورى که هغه په کښے څۀ ومُومى. خو هر کله چه هغه هلته ورغے نو بے له پاڼو ئے په کښے هيڅ ونۀ موندل ځکه چه دا دَ اينځر موسم نۀ وو.