Mark 11:15 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله وشړل. او هغه د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې هغوی اورشلیم ته ورسېدل، نو عیسی د خدای کور ته ننوت او له هغه ځای څخه یې د خرڅوونکو او اخیستونکو په شړلو پیل وکړ. د صرافانو مېزونه او د کوترو خرڅوونکو چوکۍ ګانې یې په بل مخ واړولې،
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا هغوئ بيتُ المُقدس ته راغلل. عيسىٰ دَ خُدائے کور ته لاړو اَؤ چا چه دَ خُدائے په کور کښے سوداګرى کوله دَ هغوئ په ويستو ئے ګوتے پورے کړے، هغۀ دَ صرافانو تختے نسکورے کړے اَؤ دَ کونترو خرڅوُونکو دُونکاچے ئے هم واړَولے.