Mark 12:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر ته محصُول ورکړُو او کۀ نه؟ ولې مونږ هغوئ ته ورکړُو او کۀ ور يې نۀ کړُو؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی راغلل او عیسی ته یې وویل: «استاذه! مونږ پوهېږو چې ته یو رښتینی سړی یې او د هېچا طرفداري نه کوې که هغه هرڅوک وي بلکې په رښتینې توګه د خدای د لارې تعلیم ورکوې. ایا د روم امپراتور ته مالیه ورکول روا دي که نه؟ مونږ باید ورته مالیه ورکړو که نه؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ راغلل اَؤ وئے وئيل، ”اُستاذه! مُونږ خبر يُو چه تۀ يو رښتينے سړے ئے اَؤ دَ هيچا پروادار نۀ يئے، خواه که هغه څوک هم وى، خو تۀ دَ خُدائے دَ لارے تعليم په رښتيا سره ورکوے. آيا مُونږ ته دا روا دى که نه، چه دَ رُوم قيصر له خراج ورکړُو؟ مُونږ ئے ورکوُو اَؤ که نه؟“