Mark 12:26 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو قيامت په ورځې د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله، ولې تاسو د موسىٰ په کِتاب کښې هيڅ نۀ دى لوستى، د سوزېدونکى بوټى په قيصه کښې، چې خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک، او د يعقوب خُدائ پاک يم“؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ایا تاسو د مړو د بیا راژوندي کېدلو په هکله د موسی په تورات کې د سوځېدونکي بوټي په کیسه کې نه دي لوستلي چې خدای څنګه موسی ته وویل: ‹زه د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو دَ قيامت په ورځے دَ مړو دَ بيا راژوندى کيدو په بابت، آيا تاسو دَ مُوسىٰ په کتاب کښے هيڅ نۀ دى لوستى، دَ سوزيدُونکى بوټى په قصه کښے، چه خُدائے ورته څنګه مُخاطب شو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زَۀ دَ اِبراهيم خُدائے، دَ اِسحاق خُدائے اَؤ دَ يعقُوب خُدائے يم؟“