Mark 12:33 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د هغۀ سره په پوره زړۀ او په پوره پوهې او په خپل ټول طاقت سره مينه کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ، نو دا د بلې هرې يوې سوزېدونکې قربانۍ يا نذرانې نه ډېر غوره کار دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د خدای سره د زړه له کومي، ټولې پوهې او په ټول قوت سره مینه کول او د خپل ځان په شان د خپل ګاونډي سره مینه کول د ټولو سوځېدونکو نذرانو او قربانیو څخه ډېر مهم دي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ هغۀ سره دَ ټول زړۀ دَ اِخلاصه په پوهه سره اَؤ په ټول طاقت سره مينه ولرئ اَؤ دَ خپل ځان په شان دَ خپل ګاونډى سره مينه کوئ، نو دا دَ بلے هرے يوے سوزيدُونکى قُربانئ يا نذرانے نه ډير غوره کار دے.“