Mark 13:22 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بې‌لارې کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې داسې کسان به پیدا شي چې په دروغو به دعوه کوي چې مسیح او پیغمبران دي او معجزې به وښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي او که امکان ولري، نو د خدای غوره شوي خلک به هم بې لارې کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ولے چه داسے خلق به راځى چه ځان ته به مسيح اَؤ نبيان وائى خو وى به نه، اَؤ عجيبه کارُونه به ښکاره کوى، اَؤ که مُمکن وى نو غوره کړى خلق به وغلوى.