Mark 14:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو دا به ډېره ښۀ وه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي، د انسان زوی باید مړ شي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د انسان د زوی سره خیانت کوي! د هغه سړي دپاره به ښه وه چې هېڅ پیدا شوی نه وای.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اِبن آدم به هم داسے مړ شى لکه چه دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے ليکلى شوى دى خو اَفسوس په هغه سړى دے څوک چه به په اِبن آدم مُخبرى کوى! دَ هغه سړى دَ پاره به دا ډيره غوره وه چه هغه هډو پيدا شوے نۀ وے.“