Mark 14:22 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه. په هغوئ يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د ډوډۍ خوړلو په وخت کې عیسی یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست، هغه یې ماته کړه، شاګردانو ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا واخلئ، دا زما بدن دی.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ خوراک په وخت عيسىٰ يوه ډوډئ راواخسته، شکر ئے پرے وکړو اَؤ ما ته ئے کړه. په هغوئ ئے وويشله اَؤ وئے وئيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“