Mark 14:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِعنياه کښې وو. کله چې هغه روټۍ ته کښېناستو، نو يوه ښځه راغله او ډېر قيمتى خالص عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل. هغې د عطردان سر مات کړو او د هغۀ په سر يې عطر واچول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی په بیت عنیا کې د شمعون په کور کې چې مخکې یې د جذام ناروغي لرله، دسترخوان ته ناست ؤ. یوه ښځه راغله او د مرمرو بوتل ورسره ؤ چې د سنبل د قیمتي عطرو څخه ډک ؤ. هغې د بوتل سر مات کړ او د عیسی په سر باندې یې واچول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ دَ شمعُون جُذامى په کور کښے په بيتِ عنياه کښے وو. کله چه هغه ډوډئ ته کښيناستو، يوه ښځه راغله اَؤ ډير قيمتى خالِص عطر ئے په عطر دان کښے راوړل. هغے عطردان خلاص کړو اَؤ دَ هغۀ په سر ئے عطر واچول.