Mark 14:36 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ وفرمائيل، ”ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه وویل: «ابا، یعنې ای پلاره! ستا دپاره هرڅه ممکن دي. دا پیاله زما څخه لېرې کړه، خو زما رضا نه بلکې لکه څنګه چې ستا رضا وي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ ووئيل، ”آبا،“ يعنے پلاره! ”ستا دَ پاره هر څۀ مُمکن دى. دا دَ مُصيبت پياله له مانه لرے کړه، داسے نه لکه چه زَۀ ئے غواړم، داسے لکه چه تۀ ئے غواړے.“