Mark 14:54 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو او اور ته يې ځان تودولو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پطروس د لوی کاهن تر حوېلۍ پورې په هغه پسې شاته شاته روان ؤ او دننه ورغی او هلته د ساتونکو سره کښېناست او اور ته یې ځان تودولو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
پطروس عن دَ مشر کاهن دَ غولى پورے ورپسے روستو روستو تلو اَؤ هلته هغه دَ نوکرانو سره کښيناستو اَؤ اور ته ئے ځان تودوو.