Mark 14:55 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش کولو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
مشرانو کاهنانو او ټولې شورا هڅه کوله چې د عیسی په خلاف کوم ثبوت پیدا کړي ترڅو هغه ووژل شي، خو هغوی کوم ثبوت پیدا نه کړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے جرګے دا کوشش وکړو چه دَ عيسىٰ په خلاف داسے څۀ ګواهى پيدا کړى چه دَ مرګ حُکم پرے وکړى خو داسے ګواهى ئے پيدا نۀ کړے شوه.