Mark 14:60 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا مشر اِمام د هغوئ په وړاندې پاڅېدو او عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا لوی کاهن د هغوی ټولو په مخکې ودرېده او د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا ته دې تورونو ته چې هغوی یې درباندې لګوي، ځواب نه ورکوې؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بيا مشر کاهن په خپل ځائے ودريدلو اَؤ دَ عيسىٰ نه ئے پتوس وکړو، ”دا ګواهان چه ستا خلاف څۀ اِلزامُونه لګوى، دَ دے ستا سره څۀ جواب شته؟“