Mark 14:72 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا چرګ په دوېم ځل بانګ ووئيلو او پطروس ته راياد شُو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د چرګ د دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ نو هغه بيا ډېر خفه شو او په ژړا شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او سمدلاسه د دوهم ځل دپاره چرګ اذان وکړ. او پطروس ته ور په یاد شول چې عیسی ورته ویلي وو: «مخکې له دې چې چرګ دوه ځلې اذان وکړي، نو ته به درې ځلې ووایې چې زه هغه نه پېژنم.» د هغه زړه مات شو او په ژړا شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا چرګ دويم ځل بانګ ووے اَؤ پطروس ته راياد شو چه عيسىٰ هغۀ ته وئيلى وُو چه ”دَ چرګ دَ دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندے به تۀ زما نه درے ځله مُنکر شے،“ اَؤ دَ هغۀ اوښکے روانے شوے اَؤ په ژړا شو.