Mark 15:1 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
سهار وختي مشرانو کاهنانو د قومي مشرانو او د شریعت د عالمانو او د شورا نورو ټولو غړو سره یوه غونډه جوړه کړه او یوه پرېکړه یې وکړه. هغوی عیسی په زنځیرونو وتاړه او روان یې کړ او پیلاتوس ته یې وسپاره.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هر کله چه سحر شو نو مشرانو کاهنانو، دَ شرعے عالمانو اَؤ اولسى مشرانو په صلاح دا فيصله وکړه اَؤ عيسىٰ ئے په ځولنو کښے وتړلو، بيا ئے هغه روان کړو، پيلاطوس ته ئے حواله کړو.