Mark 15:21 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د سکندر او د روفوس پلار شمعون څوک چې د کرينى اوسېدونکے وو هغه د کلى نه په هغه لاره راروان وو نو هغوئ هغه په بيګار ونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی په لاره کې د شمعون په نوم د یو سړي سره چې د کلیوالي سیمې څخه ښار ته راروان ؤ، مخامخ شول. عسکرو هغه مجبور کړ چې د عیسی صلیب یوسي. شمعون د قیروان څخه ؤ او د سکندر او روفس پلار ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ سکندر اَؤ روفوس پلار شمعُون څوک چه دَ کيرينى اوسيدُونکے وو دَ ميرے نه په هغه لاره راتيريدو اَؤ هغوئ هغه په بيګار ونيوو چه دَ عيسىٰ سولئ يوسى.