Mark 15:36 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا يو کس ورمنډه کړه، يو اسفنج يې د سرکې نه ډک کړو او د هغۀ شونډو ته يې د يوې چوکې په سر ونيولو چې وې څښې او هغۀ ووئيل، ”اوس به وګورو چې الياس راشى او دے راکوز کړى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغوی څخه یو کس منډه کړه او یو اسفنج یې په تروو شرابو کې لوند کړ او هغه یې د لرګي په سر کېښود او عیسی ته یې ورکړ چې ویې څښي او ویې ویل: «صبر وکړئ. پرېږدئ ووینو چې ایا الیاس نبي راځي یا نه، چې هغه د صلیب څخه راښکته کړي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
يو سړى دؤ کړو، يو اسفنج ئے دَ سرکے نه ډک کړو اَؤ دَ هغۀ شُونډو ته ئے دَ يوے لښتے په سر ونيولو اَؤ هغۀ ووئيل چه ”ګورُو چه اِلياس راشى اَؤ دَئے راکُوز کړى.“