Mark 15:43 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د ارمتيه يوسف نومې يو سړے راغلو څوک چې د جرګې يو عزتمند کس وو او هغه په خپله ډېر اُميد سره د خُدائ پاک د بادشاهۍ د راتلو په اِنتظار وو، نو په زړۀ ورتيا سره پيلاطوس له ورغلو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یوسف چې د رامه د ښار څخه ؤ او د شورا یو عزتمن غړی ؤ او د خدای د پاچاهۍ د راتللو انتظار یې کاوه، په زړورتیا سره پیلاتوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ اريمتيه يُوسف نومے يو سړے راغے څوک چه دَ جرګے يو عزتمن غړے وو اَؤ هغه سړے چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ دَ راتلو په اِنتظار وو، په زړه ورتيا سره پيلاطوس ته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے ترے وغوښتو.