Mark 16:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بېيقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
وروسته بیا عیسی خپل ځان یوولسو شاګردانو ته چې ډوډۍ ته ناست وو، ورښکاره کړ. هغوی یې د بې ایمانۍ او سختو زړونو د لرلو په خاطر ورټل، ځکه چې هغوی د هغو خلکو په خبرو یقین ونه کړ چې هغه یې د راژوندي کېدلو څخه وروسته لیدلی ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
آخر هغه په يوولسو مُريدانو په هغه وخت ښکاره شو چه هغوئ ډوډئ ته ناست وُو، اَؤ هغۀ هغوئ په سختو زړُونو اَؤ بے يقينئ ملامته کړل ځکه چه هغوئ دَ هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چه هغه دوباره ژوندے ليدلے وو.