Mark 16:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو هغه وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو ناصري عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځوړند شوی ؤ. هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. ګورئ، دا هغه ځای دی چې د هغه مړی په کې ایښودل شوی ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”دَ څۀ نه ويريږئ مه، تاسو عيسىٰ ناصرى لټوئ څوک چه په سولئ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته کښے نِشته. ګورئ! دا هغه ځائے دے چه هغه ئے په کښے ايښے وو.