Mark 2:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځينو فريسيانو، څوک چې د شرعې عالمان وُو چې دا وليدل چې هغه د محصولچيانو او ګناهګارانو په دې ډله کښې روټۍ ته ناست دے، نو د هغۀ مريدانو ته يې ووئيل چې، ”هغه ولې د محصولچيانو او ګناهګارو سره يو ځائ روټۍ خورى؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې د شریعت ځینو عالمانو چې د فریسیانو د ډلې څخه وو ولیدل چې عیسی د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره ډوډۍ خوري، نو د هغه شاګردانو ته یې وویل: «هغه ولې د مالیه ټولوونکو او ګناهکارانو سره ډوډۍ خوري؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځنو فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو چه دا وليدل چه هغه دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارانو په دے ډله کښے ناست دے، ورسره ډوډئ خورى، نو دَ هغۀ مُريدانو ته ئے ووئيل چه ”دَئے خو دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارانو سره ډوډئ خورى!“