Mark 2:4 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو د ګڼې له کبله يې هغۀ ته نزدې نۀ کړے شو، نو هغوئ د کوټې چت په هغه ځائ کښې سورے کړو چرته چې عيسىٰ وو او په هغه سورې کښې يې هغه شل سړے په بستره کښې د هغۀ مخې ته ورښکته کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو د ګڼې ګوڼې له امله یې ونه شو کولای چې عیسی ته ورنژدې شي، نو هغوی د هغې کوټې چت چې عیسی په کې ؤ، سوری کړ او د هغه سوري له لارې یې هغه شل سړی په بستره کې ورښکته کړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو دَ ګڼے له کبله ئے هغۀ ته نزدے نۀ کړے شُو، نو هغوئ دَ کوټے چت په هغه ځائے کښے سُورے کړو چرته چه عيسىٰ وو اَؤ په هغه سُورى کښے ئے هغه شل سړے په بانګئ کښے دَ هغۀ مخے ته ورښکته کړو.