Mark 3:5 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی په قهر سره هغوی ته وکتل او د هغوی په حال یې افسوس وکړ، ځکه چې زړونه یې سخت وو. بیا یې هغه سړي ته وویل: «خپل لاس وغزوه.» هغه لاس وغزاوه او لاس یې روغ شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ دوئ دَ سختو زړُونو په وجه ئے په غُصه اَؤ اَفسوس ټولو ته وکتل اَؤ هغه سړى ته ئے ووئيل چه ”خپل لاس وغزوه.“ هغۀ لاس وغزولو اَؤ جوړ شو.