Mark 3:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
چې د يروشلم، اِدوميه او د اُردن پورې غاړې، د صور او صيدا د خوا او شا نه د هغۀ ليدو له راغلل ځکه چې هغوئ دا اورېدلى وُو چې هغه عجيبه کارونه کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
اورشلیم، ادومیې، د اردن د سیند د بلې غاړې له سیمو او د صور او صیدون له شاوخوا سیمو څخه راغلي وو. دا ټول خلک ځکه عیسی ته راغلل چې د هغه د کارونو څخه خبر شوي وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ ګليل، يهُودا، دَ بيتُ المُقدس، اِدُوميه اَؤ دَ شرق اُردن، دَ صور اَؤ صيدا دَ خوا اَؤ شا نه ډير خلق دَ هغۀ ليدو له ورغلل ځکه چه هغوئ دا آؤريدلى وُو هغه عجيبه کارُونه کوى.