Mark 4:12 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
لکه څنګه چې صحيفې وائى، زۀ چې څۀ کوم هغوئ به يې په سترګو وينى، خو څۀ به هم ترې نۀ زده کوى، هغوئ به اورى خو پوهيږى به پرې نه، ګنې نو هغوئ به خُدائ پاک ته راوګرځى او وبه بخښلے شى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ترڅو د خدای د کلام هغه لیکنه پوره شي چې وایي: هغوی به تل ګوري خو څه به نه ویني. تل به اوري خو هېڅکله به پرې نه پوهیږي، ځکه که چېرې هغوی اورېدلی او لیدلی، نو د خدای خواته به راګرځېدلي وای او بخښل شوي به وای.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
لکه چه صحيفے وائى :  هغوئ به ګورى اَؤ ګورى به خو وُبه نۀ وينى، هغوئ به آؤرى اَؤ آورى به خو پوهيږى به نه، ګنى هغوئ به خُدائے ته رجُوع وکړى اَؤ وبه بخښلے شى.“