Mark 5:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغۀ هغوئ ته اجازت ورکړو او پيريان راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او خوا او شا د دوه زره خنزيرانو دغه رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغوی ته اجازه ورکړه او پېریان د هغه سړي څخه ووتل او په خوګانو کې ورننوتل. ټوله رمه چې شاوخوا دوه زره خوګان وو، په منډه له کمره څخه ښکته بحیرې ته ولوېدله او ډوبه شوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ اِجازت ورکړو اَؤ پيريان راووتل اَؤ په خنزيرانو کښے ورننوتل اَؤ خوا اَؤ شا دَ دوه زره خنزيرانو دغه کنډک له کمر نه ښکته په درياب کښے ورغُوپه شو اَؤ ډوب شو.