Mark 5:15 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ عيسىٰ له راغلل او هغه سړے چې د پيريانو لښکر نيولے وو هغه يې وليدو چې جامې يې اغوستې دى او هلته سم دم ناست دے نو هغوئ ويرېدل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې هغوی عیسی ته راغلل او هغه لېونی چې ډېر پېریان په کې وو، ولیده چې کالي یې اغوستي وو او ذهن یې بېرته ښه شوی ؤ او هلته ناست ؤ، نو هغوی ووېرېدل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ عيسىٰ له راغلل اَؤ هغه ليونے چه دَ پيريانو لښکر نيولے وو ئے وليدو چه هلته ناست وو اَؤ سم دم وو اَؤ هغوئ ټول ويرے واخستل.