Mark 6:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د دې کارونو څخه هیرودیس پاچا خبر شو، ځکه چې د عیسی نوم په هرځای کې مشهور شوی ؤ، ځینو خلکو ویل: «تعمید ورکوونکی یحیی بیا راژوندی شوی دی، نو له دې امله هغه دا قدرت لري چې معجزې وښایي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو هيروديس بادشاه دَ عيسىٰ په باب کښے واؤريدل ځکه چه دَ عيسىٰ نُوم مشهور شوے وو اَؤ ځنى خلقو دا وئيل چه ”بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ بيا راژوندے کړے شوے دے ځکه خو ورسره داسے مُعجزے دى.“