Mark 6:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې هيروديس د يحيىٰ نه په دې يرېدو چې هغۀ ته معلومه وه چې دے پاک او نېک سړے دے، ځکه يې د هغۀ ساتنه وکړه. هيروديس دا غوښتل چې د هغۀ خبرې واورى اګر چې د هغۀ خبرو هغه ډېر وارخطا کړے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې هیرودیس د یحیی څخه وېرېده. هغه پوهېده چې یحیی نېک او پاک سړی دی، نو د هغه ساتنه یې کوله. چې کله به هغه د یحیی خبرې اورېدلې، نو ډېر نا ارامه کېده، خو بیاهم په شوق سره یې د هغه خبرو ته غوږ نیوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه هيروديس دَ يحيىٰ نه په دے ويريدو چه هغۀ ته معلومه وه چه دَئے پاک اَؤ ښۀ سړے دے، ځکه ئے دَ هغۀ ساتنه وکړله. هيروديس دا غوښتل چه دَ هغۀ خبرے واؤرى خو دَ هغۀ خبرو هغه ډير شکمن کړے وو.