Mark 6:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دا هغه ترکاڼ نۀ دے، د مريمې زوئ، د يعقوب، د يوسف، د يهوداه او د شمعون ورور نۀ دے څۀ؟ او ولې د دۀ خوېندې دلته مونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دے قبول نۀ کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا هغه نجار، یعنې د مریم زوی او د یعقوب، یوسف، یهودا او شمعون ورور نه دی؟ ایا د هغه خویندې دلته زمونږ سره نه اوسیږي؟» نو هغوی هغه قبول نه کړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دا هغه ترکاڼ نۀ دے، دَ مريمے زوئے، دَ يعقُوب، دَ يُوسف، دَ يهوداه اَؤ دَ شمعُون ورور نۀ دے؟ اَؤ يا دَ دَۀ خويندے دلته مُونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دَ هغۀ په حقله تيندک وخوړو.