Mark 6:34 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده او زړۀ يې پرې وسوزېدلو ځکه چې هغوئ د داسې ګډو په شان وُو چې شپون ورسره نۀ وى او هغۀ هغوئ ته د ډېرو خبرو په حقله تعليم ورکړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې عیسی د کشتۍ څخه ښکته شو او د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه یې ولیدله نو زړه یې ورباندې وسوځېد، ځکه چې هغوی د بې شپونه پسونو په شان وو. نو هغوی ته یې د ډېرو شیانو په هکله تعلیم ورکول پیل کړل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه چه غاړے ته ورسيدلو نو ډيره ګڼه ئے وليده اَؤ زړۀ ئے پرے وسوزيدلو ځکه چه هغوئ دَ داسے ګډو په مِثال وُو چه شپُون ئے نۀ وى اَؤ هغۀ هغوئ ته ډير تعليم ورکړو.