Mark 6:36 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دا خلق خوا او شا کلو او بانډو ته رُخصت کړه چې لاړ شى خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خلک رخصت کړه چې شاوخوا کلیو او بانډو ته لاړ شي او ځانونو ته د خوړلو دپاره کوم څه واخلي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دا خلق ګير چاپيره کلو بانډو ته رُخصت کړه چه ځان له څۀ دَ خوراک څيزُونه په بيعه واخلى.“